کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د جرمني خبري آژانس لیکلي، چې په نننۍ غونډه کې د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې یا سيآیاې مشر ویلیم بورنز، د قطر لومړی وزیر محمد بن عبدالرحمان الثاني او د مصر د استخباراتو مشر عباس کامل ګډون کوي.
خبر کې راغلي چې د اسراییل له لوري به د موساد د بهرنیو استخباراتو د څانګې مشر ډیویډ بارنیا ګډون وکړي.
حـ.ـماس بیا ویلي، چې دغو خبرو کې برخه نه اخلي.
په غزه کې له څه باندې لسو میاشتو راهیسې د اسراییلو او حماس جګړه روانه ده، چې دروند زیان یې د غزې ملکي وګړو ته رسېدلی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/