معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ټرانسپورټ وزارت ځمکنيو ټرانسپورټي شرکتونو ته الکټرونيکي کتابچې ورکوي

ټرانسپورټ وزارت ځمکنيو ټرانسپورټي شرکتونو ته الکټرونيکي کتابچې ورکوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۱۷ نېټه):
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د واټ ټرانسپورټ مرستیال ملا عبدالسلام حيدري د يو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د دې وزارت د ټرانسپورټ د برخې رئیسانو او کارکوونکو هم پکې برخه درلود، وویل چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له لوري ځمکنيو ټرانسپورټي شرکتونو ته د الکټرونيکي کتابچو او کارتونو د وېش لړۍ پيل کړه.
په دې پرانيست غونډه کې چې د ياد وزارت اړوند د کابل ټرانسپورټ د تنظيم رياست کې جوړه شوې وه، د ګڼو ټرانسپورټي شرکتونو استازو برخه اخيستې وه.
د واټ ټرانسپورټ مرستیال په خپلو خبرو کې ټول ځمکني ټرانسپورټي شرکتونه له نړيوالو معيارونو سره سمو خدمتونو ته راوبلل او له خپل لورې يې د بشپړې همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس