کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۰ مه نېټه):
د لوړو زده کړو وزارت وايي، په ځينو رسنیو کې د افغانستان د دولتي پوهنتونونو د نومونو بدلېدو خبرونه خپاره شوي، چې حقیقت نه لري.
دوی د نومونو د بدلېدو موضوع په کلکه رد کړې ده.
د لوړو زده کړو ویاند د یو ویډیو کلیپ له لارې ویلي، چې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست په ټولنیزو رسنیو ټویټر او فېسبوک کې هیڅ شخصي اکاونټ نه لري. نوموړي له خلکو غوښتنه کړې چې پر جعلي پاڼو باور و نه کړي.
دوی ټینګار کړی چې هڅه کوي د جعلي اکاونټونو چلوونکي کسان تعقیب او قضایي ارګانونو ته یې وسپاري.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/