معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ټولګټو وزارت وایي، سالنګ تونل کې د اورلګېدنې له امله یو تن مړ او ۳۴ نور ژوبل دي

ټولګټو وزارت وایي، سالنګ تونل کې د اورلګېدنې له امله یو تن مړ او ۳۴ نور ژوبل دي

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۷):
د راپورونو له مخې د کابل_شمال پر لویه لار سالنګ تونل کې اورلګېدنه رامنځته شوې.
دغه اور په یوه ټانکر باندې لګېدلی چې له امله یې د شپې نهو بجو راهیسې دغه لاره د ټرافیکو پرمخ تړلې ده.
تر دې وړاندې د بغلان امنیې قوماندانۍ ویاند شېر احمد برهاني ویلي و، سالنګ تونل کې دننه د سوند توکو یو موټر اور اخیستی، خو دا لا جوته نه ده چې د تېلو موټر و، که د ګازو، خو نوموړی زیاتوي چې تونل ته نږدې ځایي خلکو ورته ویلي چې تر اوسه دغه پېښه کې ۱۶ کسانو ته مرګ_ژوبله اوښتې ده.
بلخوا د ټولګټو وزارت ویاند حمیدالله مصباح رسنیو ته ویلي چې سالنګ کې یو ټانکر چپه شوی او بیا یې اور اخیستی دی. هغه زیاتوي چې له شمالي سالنګ څخه د اور د زیاتوالي له امله د سالنګونو دساتنې او څارنې کارکوونکي نه شي کولی چې تونل ته ننوځي او له سویل لوري څخه هڅې روانې دي.
په ټولنیزو شبکو کې ځینو کسانو لیکلي چې په دې پېښه کې ۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو یو شمېر نور مسافرین لا په تونل کې بند پاتې دي او په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر انځورونه هم لاس په لاس کیږي چې په کې یو شمېر مسافرو د ډېرې یخنۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس