معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پانګوالو ته د اسانتیاوو برابرولو لپاره بین‌الوزارتي کمېټه جوړه شوه

پانګوالو ته د اسانتیاوو برابرولو لپاره بین‌الوزارتي کمېټه جوړه شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۲۶ مه نېټه):
راپورونو له مخې د سرپرست حکومت د مشر د ځانګړي فرمان پر بنسټ کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په موخه د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټه رامنځته شوه.
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د سرپرست حکومت د مشر د فرمان او د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال په لارښوونې او د اقتصادي کمېسیون د ۱۴۴۵ قمري کال د دویمې ګڼې مصوبې پر بسټ د پانګونې د بین‌الوزارتي کمېټه رامنځته او لومړنۍ غونډه يې ترسره شوه.
د دغې غونډې په پای کې پرېکړه شوې چې ټول اړونده وزارتونه د درېو ورځو په لړ کې، د دغې کمېټې د کړنلارې د غني کېدو په موخه خپل نظرونه په لیکنې بڼه د نوموړې کمېټې له دارالانشاء سره شریک کړي او د نظرونو تر یووالي وروسته به یوه جامع کړنلاره ترتیباو د منظورۍ لپاره به اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړل شي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس