کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۱۱ مه نېټه)
ګهیځ نیوز ته ځایي سرچینو ویلي، چې د پاکستاني طـ ـ البانو وسلوالو ځواکونو د اوږدې کلابندۍ وروسته د خېبر پښتونخوا په خېبر ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځ ۱۵ مهمې امنیتي پوستې نیولي.
د سرچینې په وینا نیول شویو پوستو کې د ټاپو، بادام، سړوخې، سکروټه او نغرو سیمو ټولې پوستې شاملې دي.
د سرچینو په وینا د دغو پوستو له نیولو سره د یادو سیمو پر امنیت او کنټرول د پاکستاني پوځ واک له منځه تللی.
پاکستاني پوځ تر اوسه د یادې پېښې په اړه څه نه دي ویلي، خو سرچینو ویلي، چې د طـ ـالبانو د پرمختګ مخنیوي لپاره سختې هڅې پیل کړي دي.
پاکستاني طـ ـالبانو په تېرو څو اونیو کې د خېبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې پر پاکستاني پوځ او امنیتي ادارو ګڼ بریدونه کړي، چې په پایله کې یې ګڼې مهمې سیمې د دوی لاس ته لوېدلې دي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/