کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۰ مه نېټه):
د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې د دغه هېواد پولیسو د اسلام آباد په څنډو کې د عملیاتو پر مهال ۸ سوه افغان کډوال نیولي دي.
پاکستاني رسنیو د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د ادارې له قوله زیاته کړې، چې ۴ سوه هغه کسان چې د اوسېدو کارتونه یې درلودل، خوشې شوي او ۳۷۵ نور به له دې امله ووېستل شي، چې اسناد نه لري.
پاکستاني رسنیو ویلي، چې دغه عملیات د بهارا کهو، ترنول، مهرابادیان، ګلره او شمس کالونۍ په سیمو کې شوي دي.
تر دې مخکې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی و، چې د دغه هېواد کابینې د یو نیم میلیون کډوالو د وېستلو پلان تصویب کړی، چې د اوسېدو اجازه نه لري.
د دغه پلان تصویب په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو په منځ کې پراخې اندېښنې راپارولې دي.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/