معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستاني پولیسو د بهرنیو چارو پخوانی وزیر، شاه محمود قریشي نیولی

پاکستاني پولیسو د بهرنیو چارو پخوانی وزیر، شاه محمود قریشي نیولی

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۲۹ مه نېټه):
د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې د دغه هېواد پولیسو بهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه محمود قریشي نیول دی.
د راپور پر بنسټ، د قریشي نیول د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف د لوړ پوړو غړو په وړاندې د واکمن ګوند د پراخې ځپنې یوه برخه ګڼل کیږي.
د پاکستان حکومت په دې وروستیو میاشتو کې د تحریک انصاف پاکستان ګوند د لوړ پوړو مشرانو په ګډون د دې ګوند زیات شمېر غړي نیولي او په دې توګه یې ټول هېواد کې د عمران خان ولسي قدرت ځپلې دی.
شاه محمود قریشي چې د عمران خان د واکمنۍ پر مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر و، د شنبې په ورځ د دغه هېواد په پلازمېنه اسلام آباد کې په یو خبري کنفرانس کې له ګډون وروسته ونیول شو.
قریشي په دې خبري غونډه کې د ټاکنو د ځنډولو له امله پر پاکستاني چارواکو سختې نیوکې وکړې. ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس