معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان ته د افغانستان په صادراتو کې ٣۲ سلنه کموالی راغلى

پاکستان ته د افغانستان په صادراتو کې ٣۲ سلنه کموالی راغلى

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د روان زېږدیز کال په لومړیو پنځو میاشتو کې پاکستان ته د افغانستان صادارت د تېر کال د پنځو میاشتو پرتله ۳۲ سلنه کموالی ښيي.

د سوداګرۍ او صنایع وزارت د معلوماتو پر بنسټ د روان زېږدیز کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ۹۳۷ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه – ورکړه شوې، چې پاکستان ته د افغانستان صادرات ۲۹۴ میلیونه ډالره دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې د ۹۱ میلیونه ډالرو په ارزښت پنبه، ۳۸ میلیونه ډالرو په ارزښت د ډبرو سکاره، د ۱۶میلیونه ډالرو په ارزښت مۍ، د ۱۳ میلیونه ډالرو په ارزښت پیاز او ځینې نور توکي پاکستان ته صادر شوي دي.

له دې سره هم مهاله پاکستاني چارواکو ویلي، چې د تورخم بندر له لارې دغه هېواد ته د افغانستان د ډبرو سکرو صادرات کم شوي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس