معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان حکومت د افغان کډوالو د کورونو نړول پیل کړي

پاکستان حکومت د افغان کډوالو د کورونو نړول پیل کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲۲ مه نېټه):
د پاکستان حکومت د دغه هېواد په ځینو سیمو کې د افغان کډوالو د کورونو د نړولو کمپاین پیل کړی دی.
د پاکستان حکومت د څه دپاسه ۱.۷ میلیونو افغان کډوالو د وېستلو لپاره د یوې میاشتې ضرب الاجل له اعلان وروسته په یوه نوي اقدام کې د دغه هېواد په ځینو سیمو کې د افغان کډوالو د کورونو ړنګول پیل کړي دي.
د پاکستان حکومت په پلازمېنه اسلام آباد او د دغه هېواد په نورو ښارونو کې د کورونو ړنګولو دې بهیر ته د ملکیتونو د غصب ضد عملیاتو نوم ورکړی دی.
په اسلام آباد کې د افغان کډوالو د شورا مشر میر احمد رووفي د دغو کورونو ویجاړول تایید کړي او ویلي یې دي، چې په دغه هېواد کې افغان کډوال له بد وضعیت سره مخ دي.
رووفي په دې قضیه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په بې غورۍ تورن کړی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس