معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان خپلو زندانونو کې د زرګونه افغان بندیانو سره ناوړه چلند کوي

پاکستان خپلو زندانونو کې د زرګونه افغان بندیانو سره ناوړه چلند کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۵ مه نېټه):
د ګارډین ورځپانې د خبر له مخې د پاکستان حکومت په خپلو زندانونو کې په زرګونه افغان کډوال بندیان کړي، چې اوس ورسره زندانونو کې بد او ناوړه چلند کیږي.
د ګارډین په وینا د دغه بد چلند له امله تر اوسه د پاکستان بېلابېلو زندانونو کې څلور تنو افغانانو خپل ژوند هم بایللی دی.
د دغه راپور له مخې د پاکستان چارواکو لخوا د دغو زرګونه افغان بندیانو دوسیې هم په سمه توګه نه څېړل کیږي.
ګارډین دغه خبر په داسې مهال ورکړی، چې په اسلام آباد کې د سرپرست افغان حکومت شارژدافیر په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د پاکستان له زندانونو د افغان وګړو خوشې کېدل به د کابل او اسلام آباد اړیکې ښې کړي.
د راپورونو له مخې دغو افغان زندانیانو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس