معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان د افغان کډوالو د وېستلو لپاره درې نورې لارې خلاصوي

پاکستان د افغان کډوالو د وېستلو لپاره درې نورې لارې خلاصوي

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۲ مه نېټه):
د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې د دغه هېواد حکومت غواړي، چې له افغانستان سره پر ډیورنډ فرضي کرښې درې نورې لارې پرانیزي.
چارواکو د دغو لارو د پرانیستلو علت خپل هېواده د افغان کډوالو د وېستلو بهیر چټک کېدل یاد کړي دي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې هم خبر ورکړى، چې نوې لارې به نن پرانيستل شي.
په دغه راپور کې دا هم ویل شوي، هغه بنسټونه چې د کډوالو د وېستلو مسوولیت لري د کډوالو د هویت په ثبت او پروسېس کې له ستونزو سره مخ دي.
د پاکستاني رسنیو د خپرو شویو رسمي راپورونو له مخې، ۸۸ زره کډوال یوازې د چمن له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.
د سند حکومت د افغان کډوالو شتون د دې ایالت لپاره د نفوسو د ډېریدو ګواښ بللی او خبرداری یې ورکړی، چې که کډوال بېرته خپلو هېوادونو ته وا نستول شي، نو تر ۲۰۴۰ کال پورې به د دغه ایالت په اجتماعي هویت بدل شي.
په دغه راپور کې ویل شوي چې په سند کې شاوخوا یو لک ۵۰ زره افغانان د اوسېدو له اسنادو پرته ژوند کوي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس