معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان د اقتصادي ستونزو له امله خپل یو شمېر سفارتونه تړي

پاکستان د اقتصادي ستونزو له امله خپل یو شمېر سفارتونه تړي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۷ مه نېټه):
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته امر کړی، چې د اقتصادي ستونزو له امله د پاکستان د ډیپلوماټیکو ماموریتونو او کارکوونکو شمېر ۱۵ سلنه کم کړي.
دوی ویلي، چې د مالي بحران له امله د دغه هېواد زیات شمېر سفارتونه هم تړل کیږي.
د پاکستان حکومت دغه راز اعلان کړی چې وروسته له دې به د فدرالي کابینې غړي معاش نه اخلي، خپل ټول لوکس دولتي موټر به دولت ته سپاري، ساتونکي به ترې اخیستل کیږي، په دولتي سفرونو کې به پرته له اضافي کارکوونکو او په ایکانومي کلاس کې سفر کوي او د سفر پر مهال به په ۵ ستورو هوټلونو کې نه اوسیږي.
د پاکستان حکومت ویلي چې نوي قوانین د نړیوال وجهي صندوق د شرایطو د پوره کولو لپاره ژر تر ژره تطبیقیږي او له امله به یې په کال کې شاوخوا ۲۰۰ میلیارده پاکستاني روپۍ وسپمول شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس