معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان د غیر قانوني کډوالو د وېستلو لپاره ځانګړي مرکزونه جوړوي

پاکستان د غیر قانوني کډوالو د وېستلو لپاره ځانګړي مرکزونه جوړوي

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۳ مه نېټه):
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ناروې د پلاوي د دفتر مسوول نیل ټرنر له پاکستانه د افغان کډوالو د وېستلو پر پرېکړه نیوکه کړې، پاکستان د غیر قانوني کډوالو د وېستلو لپاره ځانګړي مرکزونه جوړوي.
پاکستاني چارواکي وایي، حکومت یې پلان لري چې د غیر قانوني کډوالو د نیولو او بېرته خپلو هېوادونو ته د استولو لپاره ځانګړي مرکزونه جوړ کړي.
حکومتي سرچینو ویلي، چې په پلان کې ده ګڼ شمېر مرکزونه د پنجاب، سېند، بلوچستان او خېبر پښتونخوا په ولایتونو کې جوړ شي.
دې سرچینو رسنیو ته ویلي، هغه افغان کډوال چې په پاکستان کې د اوسېدو لپاره قانوني اسناد نه لري، که د پنجاب او سېند په ولایتونو کې ونیول شي، د راولپنډۍ او کراچۍ په ښارونو کې جوړو شویو مرکزونو ته به یوړل شي، څو له همدې ځایونو څخه افغانستان ته واستول شي.
د دې نوي پلان له مخې د ولسوالیو چارواکو، پولیسو، څارنوالانو او د زندان مسوولینو ته واک ورکول کیږي چې غیر قانوني افغان کډوال تر نیول کېدو وروسته همدې مرکزونو ته یوسي او بیا یې افغانستان ته واستوي.
په همدې حال کې د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند پرون یو ځل بیا له پاکستان څخه وغوښتل چې د افغانانو سره انساني رویه وکړي او د دې افغان کډوالو د ایستلو ځنډېدل یې غوښتي دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس