معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان د ناقانونه کډوالو پلان د دغه هېواد کورنيو چارو وزارت ته استولی

پاکستان د ناقانونه کډوالو پلان د دغه هېواد کورنيو چارو وزارت ته استولی

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې لومړۍ نېټه):
د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې د دغه هېواد په پلازمېنه اسلام آباد کې پولیسو ویلي، چې د کورنیو چارو وزارت د غیرقانوني بهرنیو وګړو د بېرته ستنولو عملي پلان يې د منظورۍ لپاره د کورنیو چارو وزارت ته استولی دی.
د دغو رسنیو د خبر پر بنسټ پولیسو زیاته کړې، دا پلان د کورنیو چارو وزير سرفراز بګتي په لارښوونه جوړ شوی چې له مخې به يې په اسلام آباد کې ناقانونه بهرني وګړي د سفارتونو په همکارۍ بېرته خپلو هېوادونو ته استول کیږي.
د افغانستان د کډوالو چارو وزارت بیا له پاکستانه غوښتي، چې په هغه هېواد کې د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو لړۍ ودروي.
د دغه وزارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې پاکستاني پولیس ان هغه افغانان هم نیسي چې قانوني اسناد لري. اعلامیه کې له پاکستان غوښتنه شوې، چې بشري حقونه، د ګاونډيتوب حقوق او ګډ دیني ارزښتونه په پام کې ونیسي او ټول نیول شوي کډوالو بېرته خوشې کړي.
پاکستان دې وروستیو کې پر افغان کډوالو کړۍ راتنګه کړې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس