معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان د نا ثبت شویو افغان کډوالو نوم لیکنه پيلوي

پاکستان د نا ثبت شویو افغان کډوالو نوم لیکنه پيلوي

اسلام آباد-ګهیځ نیوز(د لیندۍ دوهمه۱۴۰۱):
پاکستان د هغو افغان کډوالو نوم لیکنه پيلوي چې په هغه ملک کې اوسي خو له حکومت سره ثبت او رجسټر نه دي.
د دغه هېواد په مرکزي کابینه کې د سرحدي چارو وزیر طلحه محمود وایي چې دوی غواړي په پاکستان کې د مېشتو ثبت شویو افغان کورنیو د غیر ثبت شویو غړیو نوم ثبتولو لړۍپیل کړي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د لړم په دېرشمه د پاکستان په پارلمان یا نیشنل اسمبلۍ کې هم په همدې موضوع باندې بحث شوی دی او د راپورونو له مخې وزیر طلحه محمود د پارلمان وکیلانو ته وویل چې دا مهال په پاکستان کې څه باندې ۱.۲ میلیون (۱۲۸۲۹۶۳) داسې افغان کډوال اوسېږي چې ثبت او راجسټر دي.
هغه زیاته کړه چې د نوم لیکنې په نوي کمپاین کې به د ۵۶۹۰۹ راجسټر شویو افغان کورنیو د غیر راجسټر شویو غړیو نومونه هم لیکل کېږي.
خو نوموړي پاکستاني وزیر ونه ویل چې په پاکستان کې څومره نا ثبت شوي افغان کډوال اوسېږي، خو دا خبره یې وکړه چې د دوی حکومت پلان لري تر څو دا معلومات ترلاسه کړي چې په پاکستان کې څومره افغانان ژوند کوي او په افغانستان کې د طالبانو د واک تر بېرته راګرځېدو وروسته څومره بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
که څه هم په کابل کې د حکومت د کډوالو وزارت وايي‌ چې په وروستیو میاشتو کې زرګونه افغانان له پاکستان څخه بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي، خو دقیق ارقام یې نشته.
داسې راپورونه هم شته چې د اسلامي امارت له بیا واکمن کېدو وروسته لسګونه زره افغانان له هېواد څخه ووتل چې له هغوی نه یو شمېر یې په پاکستان کې مېشت شول.
د پاکستان حکومت داسې مهال د نا ثبت شویو افغانانو د نوم لیکنې د پیل خبره کوي چې په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې د پاکستاني پولیسو له لوري له افغان کډوالو سره د بد چلند خورا زیات راپورونه او انځورونه خپاره شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د ګهیځ له ټلیګرام خبري چینل سره یو ځای شئ⬇️
https://t.me/+AuWDZ2LArLI2MWE1

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس