معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان له افغانستانه پر تلونکو لویو موټرو د نویو محدودیتونو خبر ورکړ

پاکستان له افغانستانه پر تلونکو لویو موټرو د نویو محدودیتونو خبر ورکړ

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۴  نېټه):

د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ په خپلې یوې تازه مرکې کې ویلي، چې له دې وروسته به د افغانستان د لاریو ټولو ډرېورانو څخه ویزه غوښتل کیږي.

نوموړې زیاته کړې، چې د سوداګریزو مالونو د وړونکو لاریو ډرېورانو ته لازمه ده، چې د پاکستان ویزه ترلاسه کړي.

د تېرې سې شنبې په ورځ هم د تورخم دروازه وروسته له هغه د لویو موټرو پر مخ د څو ساعتونو لپاره  بنده شوه، چې پاکستاني لوري د افغانستان د لاریو له ډرېورانو څخه د ویزو غوښتنه کوله، خو وروسته بیا بېرته د یوه جوړ جاړي په اساس لاره خلاصه شوه.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس