معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / پاکستان له هرې خوا په لانجه کې راګیر هېواد!

پاکستان له هرې خوا په لانجه کې راګیر هېواد!

وروسته تر دې چې په کابل کې د افغانستان د اوسني حکومت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په ګاونډي هېواد پاکستان کې د سیاسي او امنیتي ناکراریو په تړاو اندېښنه وښوده، اسلام آباد هم په یوه خورا تُند غبرګون کې د کابل دا اعلامیه وغندله او زیاته یې کړه چې د دوی په کورنیو چارو کې لاسوهنه ورته د منلو وړ نده.

د رسنیزو راپورونو له مخې تېره یکشنبه په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، په پاکستان کې د وروستي وضعیت په اړه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي و چې په دغه هېواد کې د حکومت او سیاسي ګوندونو د پلويانو ترمنځ ترينگلتيا د اندېښنې وړ کچې ته رسېدلې او دوام به يې پر ټوله سيمه منفي اغېز ولرلای شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له آدرسه د اعلامیې په پای کې دا هم راغلي چې افغانان په خپل ګاونډ کې وضعیت له نژدې څاري او هيله لري چې د اسلام آباد حکومت او اغېزلرونکې ادارې په دغه هېواد کې له مخ په زياتېدونکې نارضايتۍ سره معقول او واقعبینانه چلن وکړي.

دا چې د پوځ تر کنټرول لاندې د پاکستان نیمه ملکي حکومت ولې د افغانستان له لورې د دې اعلامیې په اوریدو یودم په غوسه شوی او یا داچې پدې اعلامیه کې کوم ټکي د دوی دومره غوسه را پارولې اوږد بحث دی، خو که راشو او یوازې په تېرو دریو ورځو کې د دغه هېواد له پلازمینې اسلام آباد څخه نیولې بیا د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو؛ لکه: اسلام آباد، خیبر پښتونخواه، کراچۍ او دې ته ورته نورو سیمو کې د دغه هېواد د سیاسي ګوندونو احتجاجي لاریونو او ورسره د نا امنۍ لړۍ ته وګورو، نو له ورایه ښکاري چې پدې هېواد کې حاکم نیمه پوځي حکومت او عام ولس له یو بل سره لاس او ګرېوان دي.

په تېره هم که د ډیورند استعماري کرښې ته څېرمه په قبایلي سیمو کې د پښتنو وګړو احتجاجي یون او رابللې جرګې ته ځېر شو، نو دا خبره سل په سلو کې ښکاره کوي چې پاکستان نور د تجزیې په درشل کې دی.

په تېرو څو ورځو کې د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند غړیو، د ټولې پوځي او پولیسي محاصرې سره سره د دې هېواد د پلازمېنې( اسلام آباد) کنټرول په خپل لاس کې اخیستی ؤ، آن تر دې چې حکومت د حالاتو د کنټرول لپاره په اسلام آباد کې د هغه هېواد د ټولو موبایل ټلیفونو سیسټمونه هم د دوه ورځو لپاره بند کړي وو، په ورته وخت کې د دغه ملک د خیبر پښتونخواه ایالت په یوه څنډه او د ډیورند استعماري کرښې ته څېرمه د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین په غوښتنه په پاکستان کې د مېشتو ټولو پښتنو وګړو جرګه راغوښتې ترڅو هلته د مېشتو پښتنو قومونو د برخلیک په اړه خبرې وکړي.

همدارنګه په همدې کړکیچنو ورځو کې د نورو وړو وړو پېښو تر څنګ د دې هېواد په سوداګریز او بندري ستر ښار کراچۍ کې د یوې چاودنې په ترڅ کې دوه داسې چینایي وګړي وژل کېږي چې د حکومت رسمي مېلمانه وو او په یوه ډېره مهمه پروژه کې یې کار کولو.

دا درې پېښې چې پورته یې یادونه وشوه هغه دي چې په ورته وخت او له یوه بل سره پیوسته رامنځ ته شوې دي خو پر دې سربېره د پاکستان په لویو ښارونو کې پرله پسې چاودنې، د دې هېواد پر سیاسي فضا باندي د پوځي حاکمیت راج، له خپل بل ګاونډي هند سره د اسلام آباد د واکمنو شخړې او ناندرۍ، هغه ترخه واقعیتونه دي چې د دغه هېواد نیمه پوځي واکمن یې نه ویني یا نه غواړي هغه و ویني،.اوس که د دومره ستونزو او ناخوالو سره سره د اسلام آباد پر چارواکیو د افغان حکومت له لورې دا ډول تبصره درنه تمامه شوې وي، نو پدې کې ملامت څوک دی؟

کېدای شي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په اړه د اسلام آباد دا تند غبرګون او غوسه پدې هم وي چې تر وروستي بیان څو ورځې وړاندې افغان حکومت په صراحت سره دلته د نا امنیو په لویو پېښو کې د داسې کسانو د لاس درلودلو خبره کړې وه چې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې روزل شوي او بیا افغانستان ته د ورانکارۍ په موخه رالېږل شوي وو.

متأسفانه د اسلام آباد د لړزانه تاج او تخت اوسني واکمن او د پردې شاه ته د دغه هېواد پر ټولو سپینو او تورو راج چلونکی پوځ که غواړي چې پر خپل ملک د سولې او امن په فضا کې حکومت وکړي، نو ښه به دا وي چې وروسته تر دې د نورو ملکونو او په تېره بیا د ګاونډیو هېوادو په چارو کې لاسوهنه بنده او پر همدغه ګاونډیانو دې د خپلو نامشروع غوښتنو د تپلو لپاره دې هلته ترهګرۍ او بې ثباتۍ ته وده نه ورکوي.اوس او تر دومره پېښو وروسته باید پدې خبره د دوی سرخلاص وي چې زمونږ د دري ژبو هېوادوالو په خبره “چاه کن در چاه است”!! والسلام

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس