معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان هند ته وړاندیز کړی چې د اماراتو په منځګړیتوب دې ورسره د کشمیر مسله حل کړي

پاکستان هند ته وړاندیز کړی چې د اماراتو په منځګړیتوب دې ورسره د کشمیر مسله حل کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۸ مه نېټه):
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف نن په یوه خبري ناسته کې خپل هندي سیال ته وړاندیز کړی، چې د متحده عربي اماراتو په منځګړیتوب دې دوی سره د کشمیر د لانجې په ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ د پاتې نورو مسلو په اړه خبرې وکړي.
رویټرز خبري آژانس هم ویلي، چې نواز شریف له العربیه ټلویزیون سره په خبرو کې د هند له لومړي وزیر او چارواکو دغه غوښتنه کړې ده.
شهباز شریف نریندرا مودي ته وړاندیز کړی، چې د کشمیر په ګډون دې ټول شته مشکلات ورسره د اماراتو په منځګړیتوب حل کړي؛ ځکه د ده په خبره د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړو یوازې بدبختۍ زیږولي چې نور باید دې بدبختیو ته د پای ټکی کېښودل شي.
هندي لوري تر اوسه د پاکستان د لومړي وزیر دغې وړاندیز په غبرګون کې څه نه دي ویلي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس