معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان وایي، د ناقانونه کډوالو د وېستلو لړۍ به یوه میاشت کې بشپړه شي

پاکستان وایي، د ناقانونه کډوالو د وېستلو لړۍ به یوه میاشت کې بشپړه شي

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۴  نېټه):

د راپورونو له مخې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي ويلي، چې تر راتلونکې یوې میاشتې به ټول هغه افغان کډوال له پاکستانه وباسي، چې دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

د کډالو اړوندو او نورو نړیوالو بنسټونو بیا له پاکستانه غوښتي، چې د افغان کډوالو په زوره ستنولو پرېکړې په اړه له سره غور وکړي.

د دغه هېواد د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګټي د ټولو ناقانونه افغان کډوالو د ايستلو په اړه د یوې پوښتنې ځواب کې ویلي، د ناقانونه کډوالو د وېستلو لړۍ به د یوې میاشتې په موده کې بشپړه شي.

د معلوماتو له مخې د تېرې اکتوبر میاشتې لومړیو کې چې له پاکستانه د افغان کډوالو د وېستلو پرېکړه اعلان شوې، ۴ لکه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس