کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، د دغه هېواد د وروستیو لاریونونو په ترڅ کې د افغان کډوالو د ګډون په اړه به نن رسنیو ته جزییات وړاندې کړي.
محسن نقوي دا څرګندونې تېره شپه د پوځ تر عملیاتو وروسته وکړې، چې په ترڅ کې یې د پخواني لومړي وزیر عمران خان د پلویانو پر وړاندې اقدامات ترسره شول.
نوموړي زیاته کړې، چې په نږدې ورځو کې به د افغان کډوالو د برخلیک په اړه مهمه پرېکړه اعلان شي، خو نور وضاحت یې په اړه نه دی ورکړی.
د پاکستان موقت حکومت د ۲۰۲۳م کال په نوامبر کې د افغان کډوالو د وېستلو بهیر پیل کړی و، چې په ترڅ کې یې زرګونه کډوال په جبري ډول افغانستان ته واستول شول.
د پاکستاني چارواکو په وینا، دې پرېکړو کې افغان کډوالو ته د امنیتي ستونزو او د پاکستان په ناامنیو کې د هغوی د احتمالي لاس لرلو تورونه دلیل دی، خو افغان لوري د پاکستاني چارواکو دغه تورونه بې اساسه بللي دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/