معماری
خانه / ګهیځ / پاکستان په تېرو دریو میاشتو کې زر تنه افغانان زنداني کړي

پاکستان په تېرو دریو میاشتو کې زر تنه افغانان زنداني کړي

 

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۱۹مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، د روان ۲۰۲۴ کال په دریو میاشتو کې د پاکستاني امنیتي ادارو شاوخوا ۱۰۰۰ افغان کډوال نیولي او په زندان کې یې اچولي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په یو راپور کې ویلي، چې په پاکستان کې د امنیتي ادارو له خوا په نیول شویو افغان کډوالو کې ۷۴۶ قانوني اسناد نه لرونکي او ۲۰۱ تنه نور د کارتونو لرونکي شامل دي.

د دغې کمېشنرۍ د وینا له مخې د مارچ په تېره میاشت کې د افغان کډوالو د نیولو کچه کې د فبرورۍ د میاشتې پرتله زیاتوالی راغلی وو.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ شمېرنې ښيي چې د ۲۰۱۶ زېږدیز کال را وروسته د پاکستان د امنیتي ادارو له خوا د افغان کډوالو د نیولو او بندیانولو لړۍ پراخه شوې ده.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس