معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان کې تېره میاشت په لوړ تعداد افغان کډوال نیول شوي

پاکستان کې تېره میاشت په لوړ تعداد افغان کډوال نیول شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ ويلي، چې په تېره نومبر میاشت کې شاوخوا ۱۲۰۰ افغان کډوال په پاکستان کې نیول شوي دي.

د UNHCR له لوري په تازه راپور کې چې پرون خپور شوی، ویل شوي، دا په سږني کال کې د افغان کډوالو د نیونو تر ټولو لوړه شمېره ده.

د راپور له مخې پاکستاني امنیتي ځواکونو د روان ۲۰۲۴ کال له پیله له ۸۵۰۰ ډېر افغانان نیولي دي.

په ۲۰۲۳ کال کې چې پاکستاني چارواکو ناڅاپه له دې هېواده د افغان کډوالو د جبري وېستلو بهیر پیل کړ، له ۳۰ زرو زیات افغانان په زندانونو کې اچولي وو، چې د UNHCR په وینا نږدې ۲۶زره ۳۰۰ یې غیرقانوني او له ۴ زره ۳۰۰ ډېر نور هغه افغان کډوال وو، چې په دې هېواد کې د استوګنې قانوني اسناد یې درلودل.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس