کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا ۵مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تېره ورځ د پاکستان په ځینو برخو کې د هوا درجه پنځوس سانتي ګرېډو ته لوړه شوې ده.
د پاکستان د اقلیمي بدلون د ادارې مشرې رومینه اسلم ویلي، پرون څلورمه ورځ وه، چې په پاکستان کې سخته ګرمي وه او اټکل دا دی چې یوه بله اوونۍ هم دوام وکړي.
اټکل دا دی چې په پاکستان کې نن د هوا درجه ۵۱ سانټي ګرېډو ته لوړه شي، تر ډېره سند ایالت اغېزمن شوی دی.
د پاکستان حکومت تېره اوونۍ چې د تودې هوا څپه تازه پیل شوې وه، ښوونځي د لنډې مودې لپاره رخصت کړل، ازموینې یې وځنډولې او په روغتونونو کې یې اضطراري حالت اعلان کړ.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/