کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اسلام آباد کې د افغانستان سرپرست سفیر سردار احمد شکېب د پاکستان لوړو زده کړو کمېسیون رییس ډاکټر مختار احمد سره پاکستان کې د افغان زده کړیالانو ستونزو پر حل خبرې کړي.
د خبر پر بنسټ دې کتنه کې د افغانستان سفیر تحصیلي بورسونه او وېزې، لیلیه او لنډ مهاله کورسونه د افغان زده کړیالانو اساسي ستونزې بللي او له پاکستان لوري یې په حل کې د مرستې غوښتنه کړې.
بل لور ډاکټر مختار احمد د افغان زده کړیالانو د ستونزو د حل ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، اړتیا ده چې د افغانستان او پاکستان پوهنتونونه د ظرفیت جوړونې او تحصیلي اسانتیاوو په برخه کې باید له یو بل سره زیاته مرسته وکړي.
پاکستان کې د افغانستان سفارت له لوري د افغان زده کړیالانو د ستونزو حل لپاره داسې مهال هڅې پیل شوي، چې تر دې وړاندې هغوی پاکستان کې تحصیلي اسانتیاوو ته له نه لاسرسي شکایت کړی و.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/