کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۱۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستاني رسنیو د هغه هېواد د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې له قوله ویلي، چې د جولای میاشتې راهیسې د موسمي بارانونو له امله په دغه هېواد کې ۳۲۰ کسان مړه شوي دي.
د دغه راپور له مخې یوازې په بلوچستان کې پرون سې شنبه د سختو بارانونو له امله پنځه تنه مړه شوي، خو د دغې صوبې د مسوولینو په خبره، په شویو موسمي بارانونو کې بیا تر دې دمه د ۲۰ ماشومانو په ګډون ۳۱ تنو ژوند بایللی دی.
دغې ادارې همدارنګه پرون په پنجاب او بلوچستان صوبو کې د سېلابونو راوتو په اړه خبرداری هم ورکړی دی.
د یادې ادارې د خبرداري له مخې، په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د شړکنده بارانونو د اورېدو اټکل شوی دی.
پاکستان په زیاتېدونکې توګه د تودوخې څپې، وچکالۍ او سېلابونه له امله په پراخه کچه د اقلیمي بدلون له اغېزو سره مخامخ دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/