کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان د سولې انسټیټیوټ په خپله تازه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، پاکستان کې د تېرې اکټوبر میاشتې په ترڅ کې ۴۸ مرګوني بریدونه ترسره شوي دي.
د خبرپاڼې له قوله په دې بریدونو کې ټولټال ۱۰۰ کسان وژل شوي او ۸۰ نور ټپیان شوي دي.
د دوی په خبره وژل شویو کسانو کې ۵۲ د پاکستان امنیتي ځواکونه، ۳۶ ملکي وګړي او ۱۲ وسلوال شامل دي.
د روانو چارو څارونکي یادې شمېرې په دغه هېواد کې د وروستیو امنیتي حالاتو د خرابېدو نښه ګڼي.
پاکستان په وروستیو کې له سختو امنیتي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/