کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۴ مه نېټه):
رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان پلویانو د عمران خان د نیولو د هڅو په غبرګون کې پولیسو سره نښتې کړي.
د دغې آژانس د خبر له مخې دغه نښته په لاهور کې د عمران خان کور ته څېرمه شوې، چې په کې د عمران خان پلویانو او پولیسو دواړه لورو کې یو شمېر کسان ټپیان شوي، خو د کره شمېر په اړه یې اطلاعات نه دي خپاره شوي.
رویټرز په دغه راپور کې زیاته کړې، چې پولیسو د عمران خان پر پلویانو برید کړی او اوښکې بهونکی ګاز یې کارولی دی.
دې وروستیو کې د اسلام آباد یوې محکمې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د نیولو امر کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/