معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان کې د عمران خان د پلویانو له لوري له تاوتریخوالي ډک لاریونونه په شدت سره روان دي

پاکستان کې د عمران خان د پلویانو له لوري له تاوتریخوالي ډک لاریونونه په شدت سره روان دي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۲۰ نېټه):
وروسته تر هغې چې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او جنجالي سیاستمدار عمران خان د دغه هېواد د فساد ضد ځواکونو له لوري اسلام آباد کې ونیول شو، د پاکستانۍ رسنیو د راپورونو له مخې د دغه هېواد په لر او بر کې د نوموړي د پلویانو له لوري د تاوتریخوالي ډک لاریونونه پیل شوي دي.
اسلام آباد، لاهور، کراچۍ، پېښور او ګڼ نورو کوچنیو او لویو ښارونو کې د عمران خان د ګوند پلویان لارو_کوڅو ته راوتلي، لارې یې تړلي او یو شمېر حکومتي ځایونو او وسایطو ته یې اورونه اچولي.
د پاکستانۍ رسنیو د خبر له مخې حکومت په موقت ډول د فېسبوک، تویټر او یوټوب پر فعالیت هم بندیز لګولی دی.
د عمران خان د حکومت په دوران کې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په یو ویډیویي پیغام کې له خپلو ټولو پلویانو د لاریونونو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی، چې خپله به هم ډېر ژر د اسلام آباد پر لور حرکت وکړي.
د رسنیو د راپورونو له مخې د عمران خان قهرجنو پلویانو د لاهور د قول اردو د قوماندان کور ته هم اور اچولی دی.
رسنۍ وایي، نن ورځ دغه هېواد کې ټولې تعلیمي ادارې تړل شوي او سیاسي وضعیت کړکېچن ښودل شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس