معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان کې د واورې ښویېدو په پېښه کې ۱۱ کسان مړه شوي

پاکستان کې د واورې ښویېدو په پېښه کې ۱۱ کسان مړه شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۷مه نېټه):
د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې د دغه هېواد پۀ شمال کې د واورې ښویېدو له امله ۱۱ تنه ځايي کوچیان مړه شوي، چې یو پۀ کې څلور کلن ماشوم هم دی.‌
د خبر له مخې واوره هغه مهال وښویېده، چې یو شمېر کسان د شونټر تنګي له لارې د وزو له رمې سره تېرېدل.
په دغه پېښه کې‌ ۲۵ تنه نور ټپیان شوي او د ژغورنې عملیات لا هم روان دي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف پېښه کې پر مړو شویو خلکو خواشیني ښودلې.
ده ویلي چې د واورې ښویېدو پېښې د اقلیمي بدلون له امله ډېرې شوې دي.
دا پېښه پرون سهار وختي په هغه تنګي کې شوې ده، چې د ګیلګت بلتستان استور ولسوالي له ګاونډي د پاکستان تر واک لاندې آزاد کشمیر سره نښلوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس