معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان کې په دوو بمي چاودنو کې نهه تنه وژل شوي

پاکستان کې په دوو بمي چاودنو کې نهه تنه وژل شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۱۷ مه نېټه):
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې پاکستاني پولیسو ویلي، په دوو جلا بمي چاودنو کې چې د دې هېواد په شمال لویدیځ او جنوب لویدیځ کې شوي، نهه تنه وژل شوي دي.
دغو رسنیو ته د پولیسو ځایي چارواکو ویلي، چې د سړک د غاړې د یو بم په چاودنه کې چې د بلوچستان ولایت د کیچ په ولسوالۍ کې وشوه، د سیمې یو سیاستوال د خپلو ۷ ملګرو سره پکې ووژل شو.
په سیمه کې د پولیسو مشر حیدر علي ویلي، چې وژل شوی سیاستوال اسحاق یعقوب نومېده او د بلوچستان عوامي ګوند غړی و.
د بلوچستان د دې چاودنې څخه څو ساعته وړاندې په شمالي وزیرستان کې یو ځانمرګي برید کوونکي چې چاودیدونکي مواد یې په موټر کې ځای پر ځای کړي و، هدف ته تر رسېدو وړاندې یې چاودنه کړې.
پولیسو ویلي په دې چاودنې کې یوه ښځه او خاوند چې تازه یې واده کړی و، وژل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس