معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان کې یو لک ۷۰ زره بورۍ غنم له حکومتي ګودامونو غلا شوي

پاکستان کې یو لک ۷۰ زره بورۍ غنم له حکومتي ګودامونو غلا شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت لومړۍ نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان ډان ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د سیند ایالت له حکومتي ګودامونو یو لک ۷۰ زره بوري غنم غلا شوي.

سرچینې ویلي، په دې تړاو څلور تنه د خوراکي توکو څارونکي تورن شوي دي.

د معلوماتو له مخې، اړونده ارګانونو دغه څلور کسانو ته ۱۴ ورځې موده ورکړې، څو په لیکلي ډول د ورک شویو غنمو په اړه معلومات وړاندې کړي، که نه نو له دندو به ګوښه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې د ناامنیو سربېره، ګڼې نورې ستونزې هم ورځ تر بلې زیاتېږي او شنونکو ټینګار کړی، چې حکومتي چارواکي د قانون په ځای په سیاست کې ښکېل دي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس