ټاکل شوې ده چې دوه ورځې وروسته(د وري په ۲۴مه) د ګاونډي هېواد ازبکستان په سمرقند ښار کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادو د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان په اړه سره ناسته وکړي او د افغانستان پر روانو حالاتو سر بېره، له دې هېواد سره د ګاونډیو هېوادو پر اړیکو هم بحث او خبرې وکړي.
اټکل کېږي چې پدې ناسته کې به چې د ایران، چین، روسیې، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان د سیاسي وضعیت، له ګاونډیانو سره ددغه هېواد د اړیکو او ګڼو نورو اړونده مسایلو بحث کېږي.
دا او دې ته ورته نورې ناستې پدې هم افغانستان ته مهمې دي چې له سیمې او نړۍ سره د افغانستان پر اړیکو او راشه درشه خورا زیات اغېز لري او پدې لاره کې مؤثر ګامونه پورته کولای شي. که څه هم ددې کرښو تر لیکلو مشخصه نده چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادو پدې ناسته کې به د افغانستان استازی هم ګډون ولري که نه؟، خو پدې ډول ځینو تېرو ناستو کې د افغانستان د حکومت استازي ګډون درلود او له ګاونډیانو سره یې د اړیکو په تړاو تل د افغانستان د حکومت رسمي دریځ څرګند کړی دی.
جوته خبره ده چې د نړۍ یو هېواد هم له خپلو ګاونډیانو او د سیمې او نړۍ له هېوادو سره له ډیپلوماتیکو اړیکو او سیاسي او سوداګریزې راشه درشې پرته نشي کولای په یوازې توګه او ځان ته ژوند وکړي او له ټولو اړیکو پرته، ځان ته ځانګړی او ګوښه پاتې شي.
دا چاره که په تېر کې ممکنه وه هم، په اوسني عصر کې چې د ټکنالوژۍ پر مټ نړۍ د یوه کلي بڼه غوره کړې ګرانه شوې او آن تقریباً ناممکنه ګرځېدلې ده، ځکه خو هر هېواد په همدې هڅه کې دی تر څو د سیمې او ګاونډ له لرې او نژدې هېوادونو سره ښې اړیکې ولري او له هغوی سره راشه درشه او روابط پر یوه معقول محور را وڅرخوي.
افغانستان چې د آسیا په زړه کې په وچه پورې محدود یو هېواد دی متأسفانه په تېرو پرله پسې لسیزو کې یې د بېلابېلو لاملونو په وجه چې په سر کې یې زمونږ د خپلو واکمنو رژیمونو ناکام سیاست او د سیمې او نړۍ د قدرتونو له خوا زمونږ د بهرنۍ پالیسۍ د اساسي کرښو ټاکلو ځای درلود، د سیمې او ګاونډ له هېوادونو سره نا متوازنې اړیکې درلودې او همدا لامل هم ؤ چې ګاونډیانو او د سیمې هېوادونو هر یوه هڅه درلوده تر څو زمونږ سره په اړیکو کې خپلې یو اړخیزې ګټې ولټوي او زمونږ سره اړیکې هم پر همدې محور را وڅرخوي.
په تېرو څه د پاسه شلو کلونو کې چې دلته د جمهوریت تر نامه لاندې زمونږ د داخلي او خارجي سیاست اساسي کرښې نورو راته ټاکلې او له کورنۍ او اقتصادي سیاست څخه نیولې بیا تر بهرني سیاست او له نورو هېوادو سره زمونږ د اړیکو تر بڼې پورې هر څه د نورو په خوښه ټاکل کېدل، متأسفانه زمونږ د ګاونډ ځینو هېوادو او په تېره هم ایران او پاکستان ناوړه ګټه پورته کړه او هغه د چا خبره دلته یې خپل آسونه چاغ کړل.
جوته خبره ده چې دا هر څه پر افغانستان د حاکمې سیاسي فضا او دلته د شته تر پنځوسو زیاتو نړیوالو هېوادو له خوښې پرته ممکن نه ؤ او زمونږ د هغه وخت واکمن هم له یوې خوا مجبور وو تر څو پر هغو کرښو تګ راتګ وکړي چې بهرنیو دوستانو یې ورته ټاکلې وې او له بلې خوا یې هم خپلو لنډ مهاله ګټو ته د هېواد او ولس پر اساسي او تل پاتې ګټو ترجیح ورکوله.
بل خوا په کور د ننه د هر اړخیز فساد شتون او په بېلابېلو برخو کې په تېره بیا د سوداګرۍ، اقتصاد او سیاست په اړخونو کې د هېواد او ولس د ملي منافعو شاته غورځول کېدل هم د دې سبب شوی ؤ تر څو هېواد مو په هر ډګر کې وروسته پاتې شي او آن د خپلو پر ځای د پردیو د ګټو د ساتنې په موخه کار وشي.
که څه هم تر اوسه مو هم هېواد او ولس د سیاست، اقتصاد او ځینو نورو برخو کې له یو شمېر ستونزو او نا خوالو سره لاس او ګرېوان دی، خو دا هم جوته ده چې که د تېرو ترخو تجربو بیا تکرار ته زمینه برابره نشي، له تېرو نا خوالو او پردي پالنې د عبرت درس واخیستل شي او پرېنښودل شي چې زمونږ د بهرني سیاست او اقتصادي پالیسیو سرې کرښې نور هېوادونه او په تېره بیا ګاونډیان راته وټاکي، یقیني خبره ده چې هېواد به مو د سیاسي او اقتصادي سمسورتیا او رغونې په لور ګام واخلي.
دا هم له شک وتلې خبره ده چې هر هېواد د خپل بهرني سیاست او له نورو هېوادو سره د خپلو اړیکو سرې کرښې د خپلو ملي مصلحتونو او ملي ګټو په اساس ټاکي او دا هغه څه دي چې متأسفانه زمونږ هېواد او ولس له اوږدو کلونو را پدېخواه ترې محروم پاتې شوی دی.
اوس که زمونږ واکمن پدې برخه کې له تېرو ترخو تجربو څخه په عبرت اخیستنې سره دغه مسایلو ته پام وکړي، نه یوازې د ګاونډ له څو هېوادونو سره، چې له ټولې نړۍ سره به په یوه سوله ییزه فضا او د مساوي حقونو په چوکاټ کې ژوند او راشه درشه ولري او ولس او هېواد به مو له ګڼو نا خوالو ژغورلی وي. والسلام
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/