معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / پنځۀ اویا سلنه روسان اکراین کې د جګړې د دوام مخالف دي:

پنځۀ اویا سلنه روسان اکراین کې د جګړې د دوام مخالف دي:

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۱۵):
په روسيه کې د شوې يوې نظرپوښتنې پايلو څرګنده کړې چې يوازې ۲۵ سلنه روسان په اوکراين کې د جګړې پلويان دي او پاتې ۷۵ د دغې جګړې د دوام پۀ اړه منفي نظر لري.
اسوشيټيډ پرېس خبري اژانس په يوه راپور کې ويلي، دا نظر پوښتنه پر اوکراين د روسیې د بريد په لسمه مياشت شوې او پايلې يې د مدوزا په نوم د روسيې يوې خپلواکۍ ورځپاڼې ته رسېدلي دي. دغه نظر پوښتنه د کريملين ماڼۍ په پټې غوښتنې سره شوې ده. په نظر پوښتنه کې ۵۵ سلنه روسانو ويلي چې اوکراين کې روانه جګړه دې د خبرو له لارې پای ته ورسول شي. تر دې وړاندې د ليوادا په نوم يوه روسي څيړنيز مرکز هم د اوکراين د جګړې په اړه نظرپوښتنه کړې وه، چې هغې نظر پوښتنه کې ۵۳ سلنه روسانو د جګړې پای ته رسېدل غوښتي وو.
د روسیې رسمي حکومتي سرچینو تر دا دمه د دغې نظر پوښتنې پۀ غبرګون کې څه نه دي ویلي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس