کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۴ مه نېټه):
د دغه جومات د ډبرې کېښودو په مراسمو کې چې د سرپرست حکومت ګڼ شمېر چارواکو په کې برخه اخیستې وه، د شنې ساحې په ګډون د دغه جومات لپاره ۱ زر ۶۰ متره مربع ځمکه په پام کې نیول شوې ده.
راپورونه وایي، چې د دې اندازې په ۶۲۷ متره مربع کې یې یوازې د جومات ودانۍ جوړیږي.
ویل کیږي، چې په دغه جومات کې کتابتون، د یخو او ګرمو اوبو سیستم، مرکز ګرمي، انټرنېټ، د غږ کنټرولولو خونه او د تدریس ځای هم په پام کې نیول شوي دي.
یاد جومات به یوه لویه ګنبده او څلور منارونه ولري، چې په یو وخت به په کې۱۵ سوه لمونځ کوونکي ځاییږي.
ټاکل شوې د دغه جامع جومات د رغولو چارې په یوه کال کې بشپړې شي، چې تر ډېره به پکې له لومړۍ درجه کورنیو ودانیزو موادو لکه د هرات د چشت شریف له مرمرو، د هلمند له رخامو، د مېدان وردګو له ډبرو او د کونړ او نورستان له لرګو څخه کار واخیستل شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/