معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / په افغانستان کې د نري رنځ د کنټرول ملي پروګرام؛ یو شمېر نړیوال بنسټونه یې ارزونه کوي

په افغانستان کې د نري رنځ د کنټرول ملي پروګرام؛ یو شمېر نړیوال بنسټونه یې ارزونه کوي

کابل/ګهیځ: نن دوشنبه (د تلې/میزان ۴مه نېټه او د سپټمبر ۲۶مه نېټه ده) افغانستان کې د نري رنځ د کڼټرول ملي پروګرام د ارزولو په موخه د روغتیا د نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې او همدارنګه د نړیوال وجهي صندوق استازي دې هېواد ته راغلي دي.
د عامې روغتیا وزارت یکشنبه (د تلې درېیمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې تړاو لومړی غونډه د روغتیاپالې سهیلا صدیق په نوم جوړ شوي تالار کې و شوه.
دغه استازي د نړیوال مالي صندوق د دفتر په مالي مرسته افغانستان ته راغلي دي او تمه ده په مرکز سربېره، ولایتونو کې د نري رنځ ناروغۍ د کنټرول ملي پروګرام له نږدې و ارزوي.
د نري رنځ یا توبرکلوز د کلني راپور پر بنسټ افغانستان کې هر کال تر ۱۳ زره کسان د نري رنځ ناروغۍ له امله مري.
افغانستان په سیمه کې د توبرکلوز د ډېرو پېښو لرونکی هېواد دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس