معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / په شاقه کارونو د بوختو افغان ماشومانو شمېر ۳۵ سلنه لوړ شوی

په شاقه کارونو د بوختو افغان ماشومانو شمېر ۳۵ سلنه لوړ شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې ملګري ملتونو ويلي، چې افغانستان کې پر درنو کارونو د بوختو ماشومانو شمېر زیات شوی دی.
د خبر بر بنست دغه شمېر اوس مهال له ۳۰ سلنې څخه ۳۵ سلنې ته لوړ شوی دی.
د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) اندېښنه څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو شمېر په لوړېدو دی.
اوچا په دې تړاو ویلي، چې د کارګر ماشومانو فیصدي دېرش په سلو کې زیاته شوې ده. وړاندې تر دې د یونسېف د ماشومانو د خوندیتوب څانګې هم ویلي وو، د دوی ارزونه ښیي چې له هرو پنځو ماشومانو یو کار کوي او له دې ډلې ۲۲ فیصده په درنو کارونو بوخت دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس