معماری
خانه / ګهیځ نیوز / په لومړي ځل نړیوالو ۵۰ اوریزو سیالیو کې افغان لوبډلې انګلستان ته ماتې ورکړه

په لومړي ځل نړیوالو ۵۰ اوریزو سیالیو کې افغان لوبډلې انګلستان ته ماتې ورکړه

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲۴ مه نېټه):
د نړیوال پنځوس اوریز نړیوال جام لوبو په ترڅ کې افغان لوبډلې خپله درېیمه لوبه کې د انګلستان پیاوړې دفاعي لوبډلې ته په لوی توپیر ماتې ورکړه.
د دغې لوبې په ګټلو سره افغان لوبډلې په روان جام کې لومړۍ او په عموم کې د نړیوال جام دوهمه بریا په خپل نوم ثبت کړه.
افغانستان د انګلستان لوبډلې ته په وروستي اور کې د نهه لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۸۵ منډې هدف وټاکه، چې په کې رحمان الله ګربز ۸۰ او اکرام علي خېل ۵۸ ډېرې منډې جوړې کړې.
په ځواب کې یې انګلستان لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۲۱۵ منډې وکړې.
په افغان توپ اچونکو کې مجیب الرحمن ۳، راشدخان ۳، محمدنبي دوه او فضل الحق فاروقي او نوین الحق یوه – یوه وېکټه واخیسته.
د دغې لوبې غوره لوبغاړی مجیب الرحمن ونومول شو.
افغان لوبډله به خپله څلورمه سیالي د اکټوبر په ۱۸مه نېټه د نیوزیلینډ پر وړاندې ترسره کړي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس