معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / په نورستان کې ۱۳۰۰ جریبه کرل شوي کوکنار له منځه وړل شوي

په نورستان کې ۱۳۰۰ جریبه کرل شوي کوکنار له منځه وړل شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۳۱ نېټه):
د سرپرست افغان حکومت د امیر د یوه فرمان په ترڅ کې د کوکنارو کښت په ټول هېواد کې ممنوع اعلان کړل، چې اوس مسوولین د نورستان ولایت په دریو ولسوالیو کې د دغې بوټي د له مینځه وړلو په موخه عملیاتونه ترسره کړي.
یاد کښتونه چې په شا او خوا ۱۳۳۰ جریبه ځمکه کې کرل شوي وو ۱۳۰۰ جریبه ځمکه له دغه کښت څخه پاکه شوي او پاتی ځمکې د پاکولو عملیات هم جریان لري.
د نورستان والي الحاج حافظ محمد آغا حکيم ویلي دي چې په یاد ولایت کې د کوکنارو د کښت تر له منځه وړلو او منعه کولو وروسته غواړي چې دلته کرهنې او مالدارۍ ته پراختیا ورکړي.
ده هیله څرګنده کړې چې کرهنه به په یاد ولایت کې له دودیز شکل څخه نوي او عصري شکل ته واړوي ترڅو د خلکو کورنی اقتصاد پیاوړی کړي.
هیره دې نه وي چې په دی ورستیو کې د کوکنار له منځه وړلو کمپاین په ټول هیواد کې په چټکې سره ادامه لري.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس