معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / په هلمند کې د پنبې او غوړيو فابريکې په کار پيل وکړ

په هلمند کې د پنبې او غوړيو فابريکې په کار پيل وکړ

شنبه، د لړم ۱۴مه
کابل/ګهیځ: د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه په صنعتي ښارګوټي کې د پنبې او غوړیو نوې جوړې شوې فابریکې په کار پیل کړی دی.
باختر دولتي خبري اژانس په خپل رپوټ کې ویلي، چې د دغې فابریکې پرانستغونډه کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوول ژمنه کړې، چې هېوادوالو ته به په نورو برخو کې هم کاري فرصتونه برابر کړي.
په رپوټکې د یادې فابریکې د مرستیال محمد حلیم امیني په حواله ویل شوي، چې پر دغې فابریکې ۵۰۰ زره امریکايي ډالره پانګونه شوې او د شپږو میاشتو په موده کې یې چارې بشپړې شوې.
دوی خبر ورکوي، چې د فابریکې په بېلا بېلو برخو کې له ۷۰ څخه تر ۱۰۰ تنو ته د کار زمينه برابره شوې ده.
د معلوماتو له مخې، دا مهال په هلمند کې شاخوا ۱۲۰ فابریکې شتون لري چې ډیری یې فعاله او پر نورو یې عملاً کار روان دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس