معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / په یمن کې د حوثي وسله والو ۷ غړي وژل شوي

په یمن کې د حوثي وسله والو ۷ غړي وژل شوي

یکشنبه، د لړم ۱۵مه
کابل/ګهیځ: د یمن له دولتي ځواکونو سره په نښته کې د حوثي وسله والې ملېشې ۷ غړي وژل شوي.
سبا خبري اژانس په خپل راپور کې ویلي، چې په یمن کې د ایران تر ملاتړ لاندې د فعالې حوثي ډلې دغه وژل شوي غړي په صنعا کې خښ کړی شوي دي.
د یمن پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د مارب په لویدیځ شمال نظامي سیمه کې یې د دغې ملېشې اړوند یوه پوځي چورلکه نسکوره کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د یمن په سوېل لویدیځ تعز ښار کې د دغه هېواد له دولتي پوځیانو سره په نښته کې د حوثي ملېشې ۳ تنه وژل شوي وو.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس