کابل-گهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۵ مه نېټه):
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د روسیې له ملي ټلوېزیون سره په شوې مرکه کې يو ځل بيا د اوکراین پر ملاتړو لوېديځو هېوادونو لفظي بريد وکړ او ادعا يې وکړه چې د لوېديځو هېوادونو مشران هڅه کوي څو روسيه ټوټه_ټوټه کړي.
پوتین زیاته کړې چې مسکو د جګړې د پای ته رسولو لپاره په دې بهیر کې د ټولو ښکېلو اړخونو سره خبرو_اترو ته چمتو دی چې د منلو وړ حل لاره پیدا شي.
لوېديځ په تېره بيا امريکا د اوکراين کلک ملاتړ کړی، پر دغه هېواد يې د روسيې پوځي يرغل غندلی او تر اوسه یې کيف ته لسګونه ميليارده ډالره پوځي او بشري مرستې ورکړي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/