کابل/ګهیځ: نن پنجشنبه (د تلې/میزان ۲۱مه او د اکټوبر میاشتې ۱۳مه نېټه ده) د ننګرهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د شانتي په نوم رضاکاره ټولنه د څه باندې ۲ لکه ډالرو په لګښت د ماشومانو لپاره کتابتون جوړوي.
د باختر دولتي خبري اژانس د خبر له مخې، د دې کتابتون چارې پیل شوې دي.
د یادې ټولنې مشر انجینر عنایت الله نصر ویلي، دا کتابتون به په ۲۴۵ متر مربع ځمکه د ۸ میاشتو په موده کې جوړ شي.
افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د ماشوم ادبیاتو ته په کې تر ډېره پام نه دی شوی او په دې برخه کې ډېر څه نه دي خپاره شوي.
د ماشومانو ترڅنګ د لويانو لپاره مخکې ډېری دغه ډول کتابتونونه جوړ شوي دي، خو د وخت په تېرېدو بېرته تړل شوي دي.