معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پکتیا کې د ۴ لکه ۸۰ زره ډالرو په لګښت د رغنیزو پروژو چارې پیل شوې

پکتیا کې د ۴ لکه ۸۰ زره ډالرو په لګښت د رغنیزو پروژو چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب لومړۍ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پکتیا مرکز ګردېز ښاروالۍ مسوولینو ویلي، چې په دغه ولایت کې د یونپس او نړیوال بانک په مالي ملاتړ د ۴ لکه ۸۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د یو شمېر رغنیزو پروژو چارې پیل شوې.

د ګردېز ښاروالۍ مسوولین زیاتوي، چې په دې پروژو کې د ښار دننه د پلې لارو، کانکریټي سړکونو، ویالو او استنادي دېوالونه جوړول شامل دي.

د مسوولینو په خبره دغو پروژو کې د سیمې ٨٠٠ کسانو لپاره د کار زمینه هم برابره شوې ده.

د پکتیا ولایت اوسېدونکو د یادو پروژو د پیل هرکلی کړی او غوښتنه یې کړې، چې په ولسوالیو کې هم دې ته ورته اساسي پروژې پلې شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس