کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۱۳ نېټه):
د پکتیکا ولایت د امنیې قومندانۍ رسنیز دفتر یوې خبر پاڼې کې ویلي، چې د پاسپورټ امریت په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال (۶۹۵۵۲۵۰) شپږ میلیونه ۹ لکه ۵۵ زره ۲۵۰ افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.
دوی زیاته کړې، چې تېر کال د پاسپورټونو د وېش لړۍ بنده وه، خو بیا هم د عاجلو ناروغانو او هغه کسانو لپاره چې ویزا او اقامه یې لرله، ۹۸۸ جلده پاسپورټونه وېشلي او یاده اندازه عاید یې د دولت بودیجې ته جمع کړې دي.
د دغه ولایت د پاسپورټ ریاست په خبره، هېوادوال کولای شي چې په روان ۱۴۰۲ لمریز کال کې په عادي او انلاین ډول د ثبت نام پروسه پر مخ یوسي.
هېره دې نه وي، چې د پکتیکا د پاسپورټ مدیریت کې هره ورځ ۸۰ تنه په آنلاین او پنځه تنه په افلاین ډول نوم لیکنه کولی شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/