معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پکتیکا کې د ۷۲ میګاواټه برېښنا د تولیدي فابریکې د جوړولو پر عملي چارو خبرې شوي

پکتیکا کې د ۷۲ میګاواټه برېښنا د تولیدي فابریکې د جوړولو پر عملي چارو خبرې شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۹مه نېټه):
د راپورونو له مخې د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر د عوفي بهرام د کانونو د استخراج او پروسېس شرکت له مسوولینو سره په پکتیکا ولایت کې د ۷۲ میګاواټه برېښنا د تولیدي فابریکې جوړولو د عملي چارو د پیل په اړه خبرې کړې دي.
د خبر پربنسټ، دې لیدنه کې نوموړي شرکت د یادې پروژې د عملي چارو د پیل لپاره خپل چمتووالی ښودلی او د عملي چارو د پیل لپاره د زمینې برابرولو لپاره یې د لومړنيو چارو پر چټکتیا ټینګار کړی دی.
خبر زیاتوي، چې په دې لیدنه کې د یاد شرکت مسوولینو په افغانستان کې د اسلامي بانکدارۍ په برخه کې هم د فعالیتونو ترسره کولو لېوالتیا څرګنده کړې او د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر د دوی له لیوالتیا څخه ستاینه وکړه او ډاډ یې ورکړی، چې د اوبو او برېښنا وزارت به په اړوندو برخو کې له دوی سره همکاري وکړي.
د یادونې ده، چې څه موده مخکې د اوبو او برېښنا وزارت او د یاد شرکت ترمنځ د ډبرو سکرو له سرچینو څخه د ۷۲ میګاواټه برېښنا د تولید پروژې د پلي کولو لپاره د همکارۍ هوکړه لیک هم لاسلیک شوی و.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس