معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پکتیکا کې سېلابونو له مرکز شرنې سره د درې ولسوالیو لارې تړلي

پکتیکا کې سېلابونو له مرکز شرنې سره د درې ولسوالیو لارې تړلي

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پکتيکا ولایت ځایي چارواکو ویلي، چې په دغه ولایت کې د راوتلو سېلابونو له امله د دريو ولسواليو لارې له مرکز شرنې سره تړل شوې دي.

د خبر پر بنسټ دغه لارې تېره شپه د خيرکوټ، يوسف‌ خېل او اومنه ولسوالۍ د شدید باران او سېلاب شاهدې وې.

په یاد ولایت کې د سېلابونو د لارو بندېدو سربېره لسګونه جریبه کرنیزه ځمکې، څو کورونو او یو روغتیايي مرکز ته زیان رسېدلی دی.

د مسوولینو په وینا د خيرکوټ ولسوالۍ په پايندخېلو سیمه کې د سېلابونو له راوتلو وروسته ګڼې کورنۍ په خپلو کورونو کې بندې پاتې دي.

د سرپرست حکومت چارواکو د یادو لارو د بېرته خلاصېدو او د سېلاب له امله د اوښتو زيانونو د کره شمېر په تړاو تر اوسه څه نه دي ويلي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس