معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / څه باندې ۱۲ زره ټنه توکي د حېرتان بندر له لارې هېواد ته وارد شول

څه باندې ۱۲ زره ټنه توکي د حېرتان بندر له لارې هېواد ته وارد شول

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د حېرتان – مزار شریف اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۱۲ زره ټنه توکي هېواد ته وارد شوي دي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ويلي، تېره ورځ د حېرتان – مزار شریف اوسپنې پټلۍ له لارې ٢٠٧ واګونه سوداګریز توکي چې ټول وزن یې١٢زره ٣٠٦ ټنه کيږي او ډېره برخه یې نفتي مواد دي، هېواد ته وارد شول.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ملي ادارې زیاته کړې، چې دوی د هرې ورځې په تېرېدو سره د خپلو چارو د لا پراختیا او ښه والي لپاره هڅه کوي او موخه یې دا ده چې د هېواد سوداګرو ته ټول اړین امکانات برابر او معیاري چوپړتیاوې وړاندې کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس