کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کونړ ولایت ځایي چارواکو ویلي، چې په څوکۍ ولسوالۍ کې د ۲۸.۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۵ بستریز روغتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د کونړ د عامې روغتیا ریاست مسوولینو ویلي، یاد روغتون د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ UNHCR په مالي ملاتړ جوړیږي.
چارواکي زیاتوي، د دې روغتون په جوړېدو سره به د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکو ته د روغتیا په برخه کې اسانتیاوې برابرې شي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/