معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / چاپېریال ساتنې ادارې د هوا ککړتیا مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان اعلان کړ

چاپېریال ساتنې ادارې د هوا ککړتیا مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان اعلان کړ

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ  ۲۱  نېټه):

د راپورونو له مخې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د هوا ککړتیا د مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان اعلان کړ.

د راپور پر بنسټ، د دې ادارې د هوا د ککړتیا د تنظیم او کنټرول رییس ويلي، هڅه کوي چې د هوا د ککړتیا کچه راکمه کړي.

نوموړی زیاته کړې، چې د روان لمریز کال د تلې میاشتې راهیسې یې د عامه پوهاوي پروګرامونه پيل کړي دي.

د هوا ککړتیا هغه ننګونه ده چې هر کال د ژمي د موسم په رارسېدو سره د پلازمېنې اوسېدونکي ورسره مخ کیږي.

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، د سهار او شپې لخوا د هوا ککړتیا زیاتیږي، چې دوی ته یې له امله بېلابېلې تنفسي ناروغۍ زېږېدلي دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس